ټولنه

د کندز د سپين زر شرکت جايدادونه بيرته دغې ادارې ته وسپارل شول

کابل/ د ليندۍ٢١مه / باختر:
د کندز د سیپین زر شرکت شتمنۍ چې له څو کلونو راهیسې د کرنې، مالدارۍ، عشر او زکات ادارې په واک کې و، د اړوندو ادارو ترمنځ د یوې هوکړې له مخې پرون په رسمي ډول د سیپین زر شرکت ته وسپارل شوې.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس مولوي امان الله حسن وويل، د کندز د کرنې رياست د کرنې يو له مهمو رياستونو څخه دى چې تل یې د سپین زر شرکت سره لازمه همغږي لرله او د بزګرانو د اقتصاد د لوړولو او د عامه ګټو په پروژو کې یې فعاليت کړی دی.
دغه راز د سیپین زرشرکت ريیس انجنیرحفیظ الله د خپلو شتمنیو په بېرته راګرځولو کې د کندز د کرنې ریاست له همکارۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د اوږد مهاله او لنډ مهاله پلانونو په جوړولو او د عوایدو په راټولولو کې به د کندز خلکو ته خدمت وکړي.
په دې وروستیو کې د مالیې وزارت یوه استازي د سیپین زر له دولتي شرکت سره د کندز د کرنې ریاست د همکاریو ستاینه وکړه.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته