کابل/ د سلواغې ۷مه/ باختر
د کندز د ولایتی شورا مرستیال صفي الله امیری نن په کندز ښار کې د یو ترهگریز برید په شهادت ورسېد. د ده د سپرلۍ پر موټړ د کندز ښار په لومړۍ ناحیه کې د ده کورته نږدې یوځای پر ځای شوی ماین وچاودېد او دی له خپل یوساتونکي سره په دغه چاودنه کې سخت ټپی شو او د دغو ټپونه له امله یې په روغتون کې سا ورکړه. دی د کندز د ولایتي شورا تر ټولو ځوان غړی و او له ولسونو سره د ښو اړیکو په پاللو کې یې نوم لاره.