خبرونهامنیت

د کندز د ولایتي شورا یو غړی ټيي شو

۲۶- کابل / د سلواغې ٧ مه / باختر
د کندز د ولایتي شورا یو غړی له خپل ساتونکي سره ټپي شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کندز د ولایتي شورا غړي رباني رباني د دغه خبر په تایید سره رسنیو ته وویل چې د دغه ولایت د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري له خپل یوه ساتونکي سره د کندز ښار په لومړنۍ ناحیه کې د ماین په چاودنه کې ټپي شو.
د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني پېښه تایید کړه، خو زیات جزئیات یې ور نکړل.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته