اقتصاد

د کندز د پاسپورټ ادارې په ٢٥ ورځو کې شل میليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي

کابل /د لیندۍ ۳۰مه /باختر
د کندز د پاسپورټ ادارې په وروستيو ٢٥ ورځو کې ٢٠ میليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي .
دغه عوايد د پاسپورټ غوښتونکو ته د پاسپورټ د وېشلو له لارې ترلاسه شوي دي.
د کندز د پاسپورټ مدير مولوي عبدالولي شعيب باختراژانس ته وويل چې د وروستيو٢٥ورځو په بهير کې څه د پاسه٤٠٠٠ پاسپورټونه وېشلي دي.
هغه تاييد کړه چې د پاسپورټونو د وېشلو له لارې څه ناڅه ٢٠میليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړی او مرکزي بانک ته يې سپارلې دي.
مولوي عبدالولي شعيب وايي چې د پاسپورټونو د وېشلو بهيرله کومې ستونزې پرته دوام لري.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته