کابل/ د ليندۍ٤مه / باختر:
د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې پر زرو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پرون پیل شوه.
د کندز ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس مولوي امان الله حسن د باختر آژانس خبريال ته وويل؛ په افغانستان کې دست به بدست موسسې د دغه ولايت د چهاردرې ولسوالۍ په زرو تنو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه ويشي.
په هر بزګر ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم ویشل کېږي.
هغه زياته کړه چې يادې موسسې دوه ورځې وړاندې هم د کندز په علي اباد ولسوالۍ کې پر زرو بزګرانو اصلاح شوي غنم وېشلي وو.
\ ذ