ټولنه

د کندز د کرنې رياست سرپرست : په کندزکې د توليدي شرکتونو حالت ښه کېږي

کابل /دتلي ١٨مه /باختر
د کندز د کرنې اوبولګولواومالدارى رياست سرپرست پرون د وريجو د توليد د يوشرکت د کتنې په وخت کې وويل: هلې ځلې کوي چې په کندز کې د توليدي شرکتونوحالت ښه شي.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ د کندز د کرنې اوبو لګولو اومالدارى رياست سرپرست مولوي امان الله حسن په دغه ولايت کې د شعيب فيصل د وريجو د توليدي شرکت بېلابېلې برخې وکتلې اود وريجو د توليد په برخه کې يې د دغه شرکت فعاليتونه وستايل او د کندز له سوداګرو او پانګه والو يې په دغه ولايت کې د پانګې اچونې غوښتنه وکړه .
د شعيب فيصل شرکت يومسوول د څرګندونوله مخې؛ د دغه شرکت توليدي وريجې تاجکستان او ازبکستان ته هم صادرېدې.خو اوس د کرونا ويروس د خپرېدو اويوشمېر امنيتي چلنجونو له امله بهر ته د وريجو د صادراتوبهير له ستونزو سره مخ شوى دى .
د کندزد کرنې رياست سرپرست د دغه ولايت له بزګرانو وغوښتل چې په ارامى سره خپل کارته دوام ورکړي اودغه راز له سوداګرو او پانګه والو يې هم وغوښټل چې د خپلو بزګرانو ملاتړ وکړي او د کرنې حالت د ښه والي په خا طر سړې خونې او فابريکې جوړې کړي .
په همدې حال کې د شعيب فيصل د وريجو د توليدي شرکت رييس حاجي خان محمد وويل: د خوشحالى ځاى دى چې امنيتي حالت ښه شوى دى او اوس د دغه شرکت کارکوونکي په ارامى سره خپلو کارونوته دوام ورکوي .
هغه زياته کړه، ټاکل شوې ده چې د شيرخان بندر په ښارګوټې کې هم د شعيب فيصل د وريجو د توليدي شرکت نمايندګى جوړه کړي .
د يادونې وړده چې د شعيب فيصل د وريجو د توليد شرکت په ١٣٨٤کال کې په کندز کې په فعاليت پيل وکړ او په ٢٤ ساعتو کې ١٤٠ ټنه وريجې توليدوي، ٢٢١ کارګران لري او د کندز څه د پاسه ٦٠٠٠ بزګران له دغه شرکت سره مستقيمه همکاري لري .
– ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته