اقتصاد

د کندز سلګونو بزګرانو دغنمو اصلاح شوي تخم ترلاسه کړل

کابل /د ليندې ٢مه /باختر
د کندز په علي اباد ولسوالۍ کې په شرايطو برابر زرو بزګرانو ته دغنمواصلاح شوي تخم د ويشلوبهير پيل شو.
د کندز د کرنې او اوبولګولو رياست مرستيال عبدالبصير بلال له باختراژانس سره په خبروکې له بزګرانو وغوښتل چې ويشل شوي غنم په مناسب وخت کې وکري.
هغه زياته کړه چې د کندز ولايت د کرنې او اوبولګولو رياست په دغه ولايت کې د زياتو پروژو د تطبيقولو په هڅه کې دى.
دغه رازد کندز د علي اباد ولسوالۍ يو بزګر له مرستندوي موسسې څخه مننه وکړه او له بزګرانوسره يې د کرنې په برخه کې له دغې موسسې د زياتو مرستو غوښتنه وکړه
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته