خبرونهاقتصاد

د کندز سپين زر فابريکه  خپل فعاليت بيرته پيلوي

کابل/ د لیندۍ ۲۱مه/ باختر

د کندز سپين زر فابريکې د بيا فعاليدو لپاره نوې ماشينونه پيرودل شوي دي.

د باخترآژانس د خبرله مخې: دغه ماشينونه د ١٢٠ زره امريکايي ډالروپه ارزِښت            د افغانستان او ازبکستان هېوادونو د هوکړه ليک له مخې د يادې فابريکې د بيا فعاليدو په خاطر پيرودل شوي او کندز ته انتقال شوي دي.

دکندز دولايت مقام سرپرست حشمت الله رحيمي وويل د ٥ نويو ماشينونو په درولو سره به  دغه فابريکه خپل فعاليت له سره پيل کړي.

د کندز د سپين زر تصدۍ رييس ذبيح الله زاهد وويل؛  دغه پنځه نوي ماشينونه په ٢٤ ساعتو کې د لسو تنو غوړيو توليد  ظرفيت لري.

هغه زياته کړه په تيرو دوو مياشتو کې د سپين زر شرکت تصدۍ فعاليت نه درلود

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته