خبرونهUncategorizedټولنهTOP

د کندز ولسونو له اسلامي نظام څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ

کابل / لړم لومړۍ / باختر
د کندز ولسونو په دغه ولایت کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له سرپرست ملا نورالله نوري سره په یوه ستره غونډه کې له اسلامي نظام څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ.
د باختراژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې څو تنو قومي مشرانو او چارواکو د افغانستان اسلامي امارت له نظام څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ.
دوی يو لړ ستونزې او غوښتنې هم شريکې کړې او د ستونزو په حل کې یې د اسلامي امارت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ديني عالم شيخ عبدالغفار د اسلام مقدس دين په رڼا کې د اسلامي امارت ښېګڼې بيان کړې.

د کندز مرستيال والي مولوي شاکر سعد د جرګو او ولسي غونډو په جوړولو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت کړنې وستایلې او د دغه شان غونډو په دوام يې ټينګار وکړ.
په همدې حال کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري د شمال ولايتونو په تېره بیا د کندز خلکو له مېلمه پالنې او ملي احساس څخه د مننې په ترڅ کې وویل: دغه ستره بریا د افغان ولس د ګډ جهاد پايله ده چې د الله ج په مرسته خپلو اهدافو ته ورسېدو، اوس په کار ده چې په ګډه د هېواد اقتصادي حالت ښه او پیاوړی کړل شي.
نوري وویل چې افغانان پیاوړي خلک دي او دا څووم ځل دی چې تېری کوونکي په افغانستان کې له شرموونکي ماتې سره ممخ کېږي.
نوري دغه راز د اسلام مقدس دين په رڼا کې د ښځو پر حقونو رڼا واچوله، ویې ویل: اسلامي امارت ژمن دی چې ښځو ته په اسلامي چوکاټ کې د کار او تحصيل حقوق ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته