خبرونهامنیت

بغلان کې د مرمۍ چاودنې ۹ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر 

 ځايي چارواکو د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د اګیس مرمۍ د چاودنې له کبله ۹ ماشومانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.

د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني وايي، چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د کهنه قلا په سیمه کې د اګیس یو ناچاودنې مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم شهید او اته نور ټپیان شوي دي.

برهاني زیاته کړه، چې یاده مرمۍ ماشومانو موندلې وه او هڅه یې کوله، چې په کباړي یې وپلوري، چې په دې وخت کې مرمۍ چاودلې او یاده پېښه رامنځته شوې ده.

د مرکزي بغلان امنیه قوماندان ملا اختر محمد بریالی وايي، چې پولیس د پیښې د څېړلو په موخه سیمې ته تللي او هلته یې په دې اړه څېړنې پیل کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې چاودېدونکي توکي وخت ناوخته د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې له ماشومانو څخه قرباني اخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته