خبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنیو تولیداتو ډېرېدل، ځان د بسیاکېدو لومړی شرط دی

کابل / د مرغومي ۳ مه / باختر

جمهوررییس محمد اشرف غني پرون هرات ته د خپل سفر په بهیر کې د هغه ولایت له سوداګرو او پانګه والو سره وکتل او په لرغوني هرات کې یې د صنعت پر پراختیا او همدارنګه د کورنیو تولیداتو پر ډېرولو ټینګار وکړ. د کورنیو تولیداتو د کچې لوړول په حقیقت کې د ځان بسیاینې لپاره لومړی شرط دی.

د باختر آژانس مفسردا موضوع څېړلې ده او لیکي:

جمهوررییس په هرات کې له سوداګرو او پانګه والو سره په کتنه کې وویل چې افغانستان په کور دننه د ۸۵ سلنه وارداتي توکیو د تولید ظرفیت او وړتیا لري. دا د افغانستان د تولیدي ظرفیت ښکارندویي کوي. له بده مرغه د جګړې او نورو ناخوالو له امله د افغانستان اقتصاد په بشپړ ډول مصرفي شوی دی او موږ آن هغه توکي هم له بهره راواردوو چې پخوا به موږ نورو ته صادرول.

د وارداتو او صادراتو ترمنځ اوسنی واټن د اندېښنې وړ دی. کله چې د وارداتو تله د صادراتو په پرتله درنه وي، مانا یې دا ده چې د هغه هېواد ملي اقتصاد تر ګواښ لاندې دی. ټول دولتونه او هېوادونه کوښښ کوي چې صادرات یې ډېر او واردات یې لږ وي او که داسې نه وی؛ نو بیا لږ تر لږه د وارداتواو صادراتو توله سره برابره وي. د بېلګې په ډول، که موږ د سلو میلیونو ډالرو په بیه له بهره توکی واردوو؛ نو خپل دومره تولیدات هم باید ولرو چې د سلو میلیونو ډالرو په ارزښت بهتر ته توکي صادر کړو.

لکه پورته چې وویل شول؛ زموږ اقتصاد، مصرفي دی او پر بهرنیو وارداتو ولاړ دی او په دې کې بیا د اندېښنې وړ خبره دا ده چې موږ داسې څه هم له بهره راوړو چې په کور دننه یې د تولید امکانات او ظرفیتونه لرو.

افغانستان له اقتصادي پلوه کرنیز هېواد دی او کرنه یې د ملي اقتصاد د ملا تیر بلل کېږي؛ له بده مرغه زموږ کرنه اوس هم په همغه پخواني کلاسیک ډول پر مخ وړل کېږي. که پخوا د کرني د صنعتی کېدو او مدرن کېدو پر لور یو لړګامونه واخیستل شول او په جلال آباد کې کرنیز فارمونه جوړ شول او همدارنګه هلمند کې د کرنې د صنعتي کېدو پر لور پروګرامونه پلی شول؛ خو تپل شوې جګړې د دغو هڅو مخه ونیوله او په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ ونه شو. همدارنګه د مالدارۍ په برخه کې هم ورته ستونزه تر سترګو کېږي. زموږ څاروي بهر ته قاچاق کېږي؛ خو موږ بیا غوښه له نورو هېوادونو راواردوو. په داسې حال کې چې په کور دننه د غوښې د تولید ښه امکانات او ظرفیتونه لرو.

د صنعت په برخه کې د شهید سردارداود خان په لومړي پنځه کلن پلان او دوهم پنځه کلن پلان کې لومړنی ګامونه واخیستل شول، صنعتي پارکونه جوړ شول او فابریکې فعالې شوې؛ خو له بده مرغه په دې برخه کې هم جګړې د پرمختګ مخه ونیوله.

اوس باید څه وشي؟ موږ د کورنیو تولیداتو په برخه کې ( کرنه، مالداري، بڼوالي، صنعت او انرژي) یو روښانه لیدلوري ته اړتیا لرو، یوې هراړخیزې ستراتېژۍ ته اړتیا لرو، یوې داسې ستراتېژۍ ته اړتیا لرو چې له افغانستان سره د کورنیو تولیداتو له پلوه په ځان بسیاینه کې مرسته وکړي. په دې برخه کې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې بهر ته د پانګې د فرار مخه ونیول شي او دولت او خصوصی سکتور ترمنځ مشارکت رامنځ ته شي.  همدارنګه موږ باید خپلو ټولو قوانینو ته هم له سره کتنه وکړو او هغه د افغانستان له اوسنیو شرایطو سره برابر او همغږي کړو.

پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته