امنیت

د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په منځګړیتوب په پکتيکا کې خپلمنځي شخړه حل شوه

کابل / د مرغومي ۲۷مه / باختر
د کورنیو چارو وزارت وایي چې د دغه وزارت د سرپرست په منځګړیتوب په پکتيکا کې یوه خپلمنځي شخړه حل شوې ده.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه وزارت ویلي دي چې څو ورځې وړاندې د کورنیو چارو د سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني په منځګړیتوب په پکتيکا کې د مجاهدینو د دوو ډلګيو ترمنځ شخړه پای ته ورسېده.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ په ۱۳۹۶ کال کې د پکتيکا د سرحوضې ولسوالۍ په مارزکو کلي کې د مجاهدينو د دوو ډلګيو ترمنځ سوء تفاهم رامنځ شوی و او په پايله کې يې پنځه مجاهدین شهیدان شوي وو.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست د هر شهید وارثانو ته ۵۰۰ زره افغانۍ ورکړې او د قربانیانو له وارثانو څخه یې مننه وکړه چې د عفوې واک یې ورته وسپاره.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته