سیاستTOP

د کورنیو چارو وزیر د قطر د بهرنیو چارو وزیر له ځانګړي استازي سره وکتل

کابل / د مرغومې ۲۸ مه / باختر

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ملا سراج الدین حقاني نن د قطر د بهرنیو چارو وزیر له ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې قحطاني د کورنیو چارو له وزیر سره د کابل هوايي ډګر د هوکړه لیک او چارو په اړه معلومات شریک کړل.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزیر ملا سراج الدین حقاني وویل چې قطر له افغانانو سره په سختو شرایطو کې مرسته کړې او افغانان د دوی د ټولو هڅو قدرداني کوي.

حقاني زیاته کړه چې قطر د نړۍ او اسلامي امارت ترمنځ د یوه پل حیثیت لري او هیله ده قطر په دغه برخه کې خپل رول په ښه ډول ولوبوي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته