سیاستTOP

د کورنیو چارو وزیر د چین له سفیر سره وکتل

کابل / د مرغومې ۲۵ مه / باختر
د کورنیو چارو وزیر ملا سراج الدین حقاني د چین له سفیر وانګ یو سره وکتل.
په دې کتنه کې د چین سفیر وویل چې د نورو هېوادونو بر عکس غواړي ټولې بشري مرستې د اسلامي امارت له لارې ووېشي او لا هم دې لړۍ ته دوام ورکوي.
وانګ یو وویل: افغانان حق لري چې په خپل هېواد کې د خپلې خوښې، پر خپلو ديني او کلتوري ارزښتونو ولاړ نظام جوړ کړي او چین ژمنه کوي چې د افغانستان په داخلي چارو کې به لاسوهنه نه کوي.
د چین سفیر زياته کړه: د تېرو شلو کلونو تجربې زموږ مخې ته پرتې دي او موږ له نړیوالو غواړو چې افغانان پریږدي چې د خپلې خوښې حکومت جوړ کړي او هڅه ونه کړي چې پر افغانانو پردۍ مفکورې وتپی ځکه افغانان د پرديو له مفکورو سره حساسیت لري.
وانګ وویل: د تېرو شلو کلونو د ټولو ستونزو پړه د امریکا پر غاړه ده؛ نو بايد په افغانستان کې د رامنځته شوي بشري ناورین مسووليت هم امریکا پر غاړه واخلي او له افغانانو سره مرسته وکړي او هم ېې کنګل شوې شتمني خلاصه کړي.
سفیر د کورنیو چارو له وزیر څخه غوښتنه وکړه چې د دوحې تړون پر اساس باید افغان خاوره د هیچا پر ضد ونه کارول شي چې چین له افغان حکومت همدا تمه لري.
سفیر پر امريکا نیوکه وکړه چې غواړي په اقتصادي بنديزونو د خپلې ماتې غچ له افغانانو واخلي نوموړي زیاته کړه: امریکا په افغانستان کې ټولشموله حکومت، د بشر حقونه، د میرمنو حقونه، د بیان ازادي، د بهانې په توګه کاروي؛ خو چین غواړي د افغانانو ديني او کلتوري ارزښتونو ته په درناوي له افغانانو سره کار وکړي چې دوی پر پښو ودريږي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزیر ملا سراج الدین حقاني د چین له بشري مرستو څخه مننه وکړه او غوښتنه يې وکړه چې چین دې له افغانانو سره په دې حساسو شرایطو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
کورنیو چارو وزیر وویل: چین دې د افغانستان له حکومت سره د نظام په رسمیت پيژندنه کې مرسته وکړي. هغه وویل: اسلامي امارت هغه ژمنې عملي کړي چې له نړۍ او ګاونډيو هېوادنو سره يې کړي چې د افغانستان خاوره به د هیچا پرضد نه کارول کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته