سیاستTOP

د کورنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ترکيې له سفیر سره وکتل

کابل / د مرغومې ۲۹ مه / باختر
د کورنیو چارو سرپرست وزیر ملا سراج الدین حقاني نن د ترکيې له سفیر جهاد ارګینای او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د کورنیو چارو وزیر د ترکيې له بشري مرستو مننه وکړه او دغه هېواد يې د مسلمانانو خواخوږی وباله.
په همدې حال کې د ترکيې سفیر وویل: ترکان له افغانانو سره تاريخي اړيکې لري او افغانانو له ترکانو سره د آزادۍ په مبارزه کې مرسته کړې.
نوموړي وويل: موږ هغه مهال دلته د افغانانو د مرستې لپاره پاتې شوو چې ټول هېوادونه ووتل او خپلې ديپلوماتيكې ادارې يې وتړلې.
جهاد ارګینای زیاته کړه: زموږ بیلابیلې مرستندویه ادارې په افغانستان کې له افغانانو سره په مرسته بوختې دي.
د کورنیو چارو وزیر وویل: هغه کسان چې له اسلامي امارت څخه وېره لري او ترکيې ته تللي، هغوی د اسلامي امارت له عمومي بخښنې برخمن دي او ترکیه دې هېواد ته د هغوی په راستنولو کې مرسته وکړي. کورنیو چارو وزیر د ترکيې له سفیر څخه وغوښتل چې د افغان يتيمانو د زده کړو لپاره په افغان معارف کې ځانګړې سهمیه ورکړي او د افغان یتیمانو لپاره ښوونیز بورسونه ورکړي. ترکي سفیر هم د ښوونې برخه کې د مرستې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې هېواد به يې د افغانستان د اسلامي امارت پر ضد هېڅ خوځښت ته اجازه ور نه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته