سیاست

د کونړ د ولایتي شورا رییس: د نظام او افغان ځواکونو خلاف کسان دې د قانون منګولو ته وسپارل شي

– کابل / د کب ۳ مه / باختر
د کونړ د ولایتي شورا رییس له دولت څخه غواړي، هرهغه څوک چې د نظام او امنیتي ځواکونو پر خلاف څرګندونې کوي؛ د قانون منګولو ته دې وسپارل شي.
د ولایتي شورارییس ولایت خان وایي: هر هغه څوک چې د نظام پر ضد څرګندونې او کړنې ترسره کوي، د کونړ ولسونه یې غندي او له دولت څخه غواړي چې دغه کسان د قانون منګولو ته وسپاري.
ولایت خان وايي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ملت د نظام لپاره زیاتې قربانۍ ورکړي او له ۴۰ کلونو راهیسې یې په میلیونونو شهیدان د خاورې، ملت او د ولس د هوسایني په خاطر ورکړي دي.
په ورته وخت کې په کونړ کې مدني فعالانو، دیني عالمانو او قومي مخورو افغان امنیتي ځواکونه وستایل او سنګر ته د مورال د لوړوالي په موخه ورغلل.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته