ټولنه

د کونړ عالمان: افغان ځواکونه د هېواد او د اسلامي او انساني ارزښتونو لپاره مبارزه کوي

– کابل / د کب ۳ مه / باختر
د کونړ ديني عالمانو په يو پروګرام کې افغان ځواکونه وستايل.
دغو عالمانو پوځيانو ته د ګلانو په ورکولو سره وويل چې افغان سرتېري د هېواد او د اسلامي او انساني ارزښتونو د دفاع لپاره مبارزه کوي.
دغو اسلامي عالمانو په کونړ کې د مدني فعالانو ترڅنګ اعلام وکړ چې د خپلو پوځيانو ملاتړ کوي او پوهېږي چې د سرتېرو دفاع د هېواد او د اسلامي او انساني ارزښتونو دفاع ده.
يوشمېر ديني عالمان او مدني فعالان واټونو ته را ووتل او هر چېرته يې چې پوځيان وليدل، هغوى ته ګلان ورکړل او هغوى يې په غېږ کې ونيول.
په کونړ کې يو اسلامي عالم مولوي حسام الدين باختر آژانس ته وويل چې پوځيان د هېواد او د اسلامي او انساني ارزښتونو دفاع کوي او د هغوى ملاتړ د هېواد په هر وګړى فرض دى.
هغه د پوځيانو د ويني تويول چې ټول مسلمانان دي، د اسلامي او انساني زده کړو پرخلاف وبلل او له خلکو يې وغوښتل چې د امنيت د تامينولو او د افغانستان د دفاع لپاره د خپلو ځواکونو ملاتړ وکړي.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته