غږسیاستخبرونه

د کونړ نوي والي محمد قاسم خالد دنده پیل کړه

کابل / د تلې ۹ مه / باختر
د امیر المؤمنین ملا هبة الله اخند د حکم پر اساس محمد قاسم خالد د کونړ د نوي سرپرست والي په توګه نن په یوه غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس مولوي عبدالحکیم او د پاسپورټونو عمومي رییس مولوي عالم ګل د کونړ خلکو او مسوولینو ته معرفي کړ او پر دندې یې پيل وکړ.
محمد قاسم خالد وویل چې مسوولیتونه له معنوي اړخه ډېر درانده وي، هغه له مسوولینو وغوښتل چې مسوولیت احساس او د ټولو انسانانو، حیواناتو او آن د هېواد د کاڼو او بوټو حق ادا کړي.
خالد له اسلامي امارت سره د ولسونو پر همکارۍ ټینګار وکړ او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت له عمومي بخښنې احسنه ګټه واخلي.
د کونړ پخواني والي حاجي محمد عثمان ترابي، د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس مولوي عبدالحکیم حمدي او د یاد وزارت د پاسپورټ ریاست عمومي رییس مولو عالم ګل له نوي والي ملاتړ اعلان کړ او له خلکو او مسوولینو یې د بشپړې همکارۍ غوښتنه وکړه.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته