Uncategorized

د کونړ پر بزګرانو کاري وسايل ووېشل شول

کابل / د مرغومي ۱۳ مه / باختر
د کونړ يوشمېر بزګرانو د کار وسايل ترلاسه کړل.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي چې په هېواد کې د کرنې د عصري کولو په لټه کې دي.
په دې دوره کې د کونړ په ځينو سيمو کې يوشمېر بزګرانو تراکتورونه او د خپلو زراعتي حاصلاتو او ماشين آلاتو د لېږدونې لپاره باروړونکي (زرنج) موټرسايکلونه ترلاسه کړل.
د کونړ د کرنې او اوبولګولو يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه وسايل د نړۍ د خوړو سازمان مرسته کړې ده.
هغه وويل چې دوى دغه راز په کونړ کې د کرنې د عصري کولو په لټه کې دي.
هغه وويل چې د مرستندويو بنسټونو د مرستو په جلبولو سره به په کونړ کې د کرنې د عصري کولو لپاره له بزګرانو سره زياتې مرستې وکړي.
ختم-ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته