ښوونه او روزنه

د کونړ پوهنتون ليليه د ګټې اخيستنې په درشل کې ده

کابل / د وري ۱۹مه / باختر
په کونړ کې به د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ليليه ډېر ژر د محصلانو د استفادې وړ وګرځي.
دغه ليليه د جمهوري رياست عملياتي ادارې جوړه کړې ده.
دا شپږ پوړيزه ليليه د زرو محصلانو ځاى لري.
په کونړ کې يو سيمه ييز مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه ليليله به ډېر ژر پرانیستل شي او محصلانو ته به چمتو شي.
د دې ليلېې په تاسيساتو کې د خوب خوني او د هغه نور لوازم، د مطالعې ځاى، د علمي غونډو تالار، کتابتون او تفريحي ساحه په پام کې نيول شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د لرې پرتو ولايتونو زياتره محصلان د مناسبې ليليې د نه شتون په دلیل په کرايي کورونو او اتاقونو کې شپې سبا کوي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته