کابل / د وري ۱۱مه / باختر
د کوهستان د دویمې برخې ولسوالۍ د ملي امنیت د مدیر مرستیال تېره شپه ترور شو.
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند شایق شورش باختر آژانس ته وویل چې وسله والو کسانو د ملي امنیت د مدیر مرستیال عتیق الله، د کاپیسا د کوهستان د دویمې برخې ولسوالۍ په ملاخېلو کلي کې له ترورزي سره یې ترور کړ.
هغه زیاته کړه چې تراوسه ددغې پېښې په اړوند څوک نه دي نیول شوي.
پای / سعیده