ټولنه

د کوهستان د لومړۍ برخې ولسوالۍ خلکو د کاپيسا له والي سره وکتل

کابل / د وږي ۲۳مه / باختر
د کاپيسا د کوهستان د لومړۍ برخې ولسوالۍ يوشمېر خلکو د خپلو سيمو د امنيت د تامينولو او د ستونزو د حل په خاطر د کاپيسا له والي محمدالله ادريس سره وکتل.
د باخترآژانس خبريال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په دغه ولايت کې جوړه شوه؛ د خمزرګر جامع جومات خطيب مولوي محمد شعيب نظامي، محمد جواد عمر او ډاکټر محمد هارون طيب د اسلامي امارت د برياليتوب مبارکي وويله او د دغې ولسوالۍ د خلکو پر وړاندې د یولړ ستونزو يادونه وکړه او د اسلامي امارت له مسوولينو يې د ښه امنيت د تامينولو او په خپلسر د خلکو د کورونو د تلاشۍ د مخنيوي غوښتنه یې وکړه .
هغوى د دغې ولسوالۍ د خلکو په استازيتوب ژمنه وکړه چې په ټول توان سره د اسلامي امارت د لاسته راوړنو ملاتړ کوي.
د کاپيسا والي محمدالله ادريس د دغې ولسوالۍ له خلکو څخه په مننې سره ژمنه وکړه چې د خلکو د امنيت تامينول د اسلامي امارت د مجاهدينو وجيبه ده.
هغه له خلکو څخه هم وغوښتل چې په دې لاره کې له اسلامي امارت سره هر اړخيزه همکاري وکړي.
د کاپيسا والي زياته کړه چې له دې وروسته د خلکو ستونزې څېړل کېږي او د بيارغاونې پروژو په تطبيق او خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې هلې ځلې وکړي.
دغه راز د کاپيسا د استيناف محکمې رييس قاضي ذبيح الله خالد د کوهستان د لومړۍ برخې ولسوالۍ خلکو ته وويل: هېڅوک حق نه لري چې د محکمې له حکم پرته د پلټنې په پلمه د چا کورته ننوځي.
ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته