اقتصادTOP

د کډوالو چارو وزارت د ډنمارک د کډوالو له ادارې سره څلور هوکړه ليکونه لاسليک کړل

کابل / د تلې ۲۰مه / باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاليسۍ او پروګرامونو د پلي کولو مرستيال محمد مسلم حقاني د ډنمارک د کډوالو ادارې (DRC) له رييس اسماعيل حميد سره کډوالو ته د مرستو رسولو په برخه کې څلور هوکړه ليکونه لاسليک کړل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په عملياتي برخه کې د دغو لاسليک شويو هوکړه ليکونو مالي لګښت ٣ ميليونه ٨٩٧ زره او ٧٠٨ امريکايي ډالره کېږي چې لاندې برخې پکې شاملې دي:
د افغانستان په مرکزي، لوېدیځ او جنوبي سیمو کې پر ساتنې، شخصي مرستې او ارتجاعاتو څارنه، په غزني، میدان وردګو، کاپيسا، کونړ، زابل، هرات او فراه کې تر خطر لاندې نارينه و، ښځو، هلکانو او نجونو لپاره د ژوند ژغورنې خدمتونه، پر بشري مرستو تمرکز او په فراه، قندهار او زابل کې د زیانمنو شویو خلکو د ژوند ښه کول او له بحرانونو له امله اغېزمن شويو کورنيو لپاره د سرپناه او بېړنيو مرستو چمتو کول.
حقاني د يادو هوکړه ليکونو د لاسليک کولو پر مهال پر نورو مرستندويه ادارو او بنسټونو هم غږ وکړ چې له کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره په همغږۍ، له بې ځايه شويو او اړو کورنيو سره مرستو ته دوام ورکړي.
دغه راز دواړو لوریو د يادو هوکړه ليکونو پر عملي کولو ټينګار وکړ.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته