سیاستTOP

د کډوالو چارو وزارت سرپرست د اوچا موسسې له مسوولې سره په کتنه کې پر زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ

کابل / د تلې لومړۍ / باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني په افغانستان کې د ملګرو ملتو د بشري چارو د همغږۍ دفتر«OCHA» له مسوولې سره په کتنه کې، د دغې موسسې همکارۍ وستایلې او پر ښو اړیکو او زیاتې همغږۍ یې ټینګار وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست یادونه وکړه چې پر بېځایه شویو او اړو کورنیو د مرستو وېش باید د ژمي له رارسېدو مخکې پیل شي.
حقاني ټینګار وکړ چې د کډوالو چارو وزارت باید د مرستندویو بنسټونو د مرستې پر پلانونو خبر وي او له دغه وزارت سره په همغږۍ د هغوی فعالیتونه ترسره شي.
د اوچا موسسې مسوولې ژمنه وکړه چې له نړیوالو مرستندویو سازمانونو او بنسټونو سره به اړینه همغږي رامنځته کړي.
هغې له کډوالو چارو وزارت څخه وغوښتل چې د زیاتې همغږۍ لپاره هغوی ته یو ټیم معرفي کړي چې په مرکز او لایتونو کې پروګرامونه په ښه ډول ترسره شي.
دغه راز د کډوالو چارو وزارت سرپرست له اوچا موسسې سره د لازمې همغږۍ ډاډ ورکړ. وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته