سیاستخبرونهټولنه

د کډوالو چارو وزارت سرپرست په سرپُل کې د راستنېدونکو او بېځايه شویو ستونزې له نږدې وڅېړلې

کابل / د لیندۍ ۱۹مه / باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني په مشرۍ یو پلاوي سرپُل ته په سفر کې، په دغه ولایت کې د راستنېدونکو او بېځايه شویو کورنیو ستونزې له نږدې وڅېړلې

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه سفر په بهیر کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني او مل پلاوي د سرپل له والي او د دغه ولایت له سپین ږیرو، دیني عالمانو، مخورو او د راستنېدونکو او بېځايه شویو له استازو سره وکتل.

په دې کتنه کې د ګډونوالو په استازیتوب د ولایت مرستیال، دوه تنو دیني عالمانو او امنیه قومندان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست څخه مننه وکړه چې دغه ولایت ته یې سفر وکړ او د راستنېدونکو او بېځايه شویو ستونزې او ننګونې له نږدې وڅېړلې.

په همدې حال کې خلیل الرحمن حقاني په خپلو خبرو کې د سرپل د مجاهدینو سرښندنې او قربانۍ وستایلې او له دوی څخه یې مننه وکړه چې په سختو حالاتو کې یې د دښمن پر وړاندې خپلې سینې سپر کړې وې او په مېړانه او زړورتیا یې د هېواد د خپلواکۍ دفاع کوله.

حقاني، اړو کورنیو ته پر وخت د رسیدګي ټینګار وکړ او ډاډ يې ورکړ چې د مرکز په کچه د داخلې بېځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو د ستونزو د حل په موخه به عاجل اقدامات وکړي.

همدارنګه د سرپل د والي، د کډوالو چارو آمریت او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلاوي په شتون؛ پر۲۵۰ اړو کورنیو د کډوالۍ نړیوال سازمان(IOM)  مرسته ووېشل شوه.

په دې مرسته کې پر هرې کورنۍ ۱۸ زره افغانۍ، درې کمپلې او یوه ژمنۍ کڅوړه شامله وه.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته