خبرونهاقتصاد

د ګرديز – زرملې سړک څلورمه برخه ډېر ژر بشپړېږي

کابل / د لړم٢٨مه /باختر
د پکتيا د ګرديز =زرملې سړک د څلورمې برخې د جوړولوکارپرمخ تللى دى او ډېر ژر بشپړېږي.
د پکتيا د فوايدعامې رياست يو مسوول باختراژانس ته وويل چې دغه سړک د دولسو مترو په اوږدوالي او ٧ مترو په سورسره د څه ناڅه درې سوه پنځوسو ميليونوافغانيو په لګښت جوړېږي.
هغه وويل چې د دغه سړک په تګلوري کې د شپيتو مترو په اوږدوالي يو پل او ٣٤ پلګي هم جوړېږي.
هغه زياته کړه چې د دغه سړک په بشپړېدو سره د پکتيا څو ولسواليو ته د خلکو په تګ راتګ کې اسانتياوې رامنځته کېږي
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته