امنیت

د یو رسانه يي فعال د ترور مخه ونیول شوه

کابل / د کب ۱۰ / باختر
د کابل ښار د دولسمې ناحیې په احمد شاه بابا ساحه کې د یو ډاراچوونکی په نیولو سره د یورسانه يي فعال د ترور مخه ونیول شوه.
د باخترآژانس د خبرله مځې، د جمهوري ریاست لومړۍ مرستیال امرالله صالح په نننۍ امنیتي ناسته کې ویلي دي چې په پاکستان کې یو روزل شوی تروریست نیت درلود چې یوخبریال او مدني فعال د کابل ښارپه دولسمه ناحیه کې ووژني چې د ملي امنیت د ځواکونوله لوري ونیول شو.
امرالله صالح وویل چې نیول شوی سړی مرزا جان نومېږي چې په پاکستان کې روزل شوی دی او د طالبانو د ډلې غړی دی.
امرالله صالح په دې اړه زیات جزییات ورنکړل خو ویلي دي هغه خبریالان چې د دغه تروریست لېدوته علاقه ولري کولای شي د ملي امنیت له ریاست سره په اړیکه کې شي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته