ورزش

راشد خان پاکستان ته لاړ

کابل / دسلواغۍ / ۲۸/ باختر
راشد خان د هېواد مخکښ لوبغاړی د پاکستان د غوره لیګ په سیالیو کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته سفر وکړ.
دا لومړۍ ځل دی چې راشد خان د پاکستان په غوره لیګ کې لوبه کوي .
راشد خان د لاهور د قلندرز ټیم په لوړه بیه اخیستی دی.
راشد خان په خپل تیویتر کې لیکلى دى چې دا لومړی ځل دی چې د پاکستان په غوره لیګ کې لوبه کوي .
له راشد خان څخه مخکې احمد لکنوال او مجیب الرحمن هم پاکسان ته تللي دي .
نور احمد د کراچۍ د کینګز او مجیب الرحمن د پېښور د زلمي په ټیمونو کې لوبې کوي.
د پاکستان د غوره لیګ سیالۍ تر څلورو نورو ورځو پورې د پاکستان په کراچۍ ښار کې پیلېږي .
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته