سیاستTOP

رامیز الاکبروف: نړۍ پر دې اقرار کوي چې د افغانستان اسلامي امارت فاسد نه دی

کابل / د تلې لومړۍ / باختر
د ماليې وزارت سرپرست هدایت الله بدري نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستيال رامیز الاکبروف سره وکتل او له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو او نورو همکاریو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې الاکبروف وویل: له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوو او اوسني لومړیتوبونه مو د روغتیا او د غذا په برخو کې دي او په همدې موخه مو هوايي او ځمکنې مواصلاتي لارې هم فعالې کړې دي.
رامیز زیاته وکړه: توله نړۍ پر دې اقرار کوي چې د افغانستان اسلامي امارت فاسد نه دی او موږ باور لرو چې ستاسو تر رهبرۍ لاندې هېڅ ډول فساد نه کېږي.
وروسته د ماليې وزارت سر‍پرست هدایت الله بدري، د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي له مرستيال څخه مننه وکړه چې تل يې له افغانانو سره مرسته کړې ده او له هغه څخه یې د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
بدري، رامیز الاکبروف ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت په ټولو برخو کې له هغوی سره پوره همکاري کوي.
د ماليې وزارت سرپرست یادونه وکړه چې په افغانستان کې د ستونزو زیاتېدل، د نړۍ په زیان دي او له نړیوالو څخه یې غوښتنه وکړه چې د هېواد په دننه کې له افغانانو سره مرسته وکړي چې اقتصادي حالت یې پیاوړی شي.
د کتنې په پای کې په راتلونکي کې د دغه شان غونډو پر جوړولو ټینګار وشو.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته