فرهنګ

رسنۍ د ټولنې د پرمختګ ښه وسیله ده

– کابل/ د کب ۱۴ مه/ باختر
د روزګان د اطلاعات او فرهنګ رییس احمد ځلاند وايي چې رسنۍ د ټولنې د بقاء او پرمختګ يوه مهمه وسیله ده.
ځلاند وايي چې رسنۍ د خلکو غږ ته د انعکاس ورکولو او د حکومت له فعاليتونو څخه د خلکو خبرولو لپاره يوه ښه وسيله ده.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ رسنۍ دي چې د ټولنې غږ ته انعکاس ورکوي او د ټولني محکوم او محروم غږ تر مسوولینو رسوي.
ځلاند زیاته کړه چې د ټولنې په پوهاوي کې رسنۍ اغيزمنې تمامېږي او تر ډېره د پوهاوي په برخه کې لاس ته راوړنې هم لري.
هغه له سيمه یيزو رسنيو څخه غوښتنه کوي چې خلکو ته د عامه پوهاوي سربېره د ټولنې د پرمختګ لپاره نور هم زيات کار وکړي.
ځلاند وايي: ((د پخوا په پرتله په روزګان کې رسنيو وده کړې ده، دا يو مثبت ګام دی، رسنۍ د ټولنې پرمختګ، ښه والي او پیاوړتيا کې رغنده رول لري، د رسنيو ارزښت په ټولنه کې خورا ښه دی، رسنۍ باید داسې څه خپاره کړي چې د ټولني په ګټه وي، موږ له رسنيو په هره قانوني برخه کې ملاتړ کو.))
په ورته مهال په روزګان کې د يو شمېر خصوصي رسنيو مسوولين وايي چې خلکو ته د ښه خدمت تر سره کېدو په موخه غواړي چې په بېلابېلو برخو کې خپرونې وړاندې کړي.
احسان الله ولسمل په روزګان کې د (شمع) راډیو مسوول دی چې شاوخوا دوه کاله مخکې يې په فعاليت پیل کړی دی، هغه وايي: هڅه به وکړي چې د ټولنې په پرمختګ کې اغېزمن رول ادا کړي.
ولسمل وايي: ((د راډيو له جوړېدو څخه هدف دا دى چې د دغې ټولنې لپاره یو څه وکړو د ټولنې ستونزې تر چارواکو ورسو))
بل خوا د روزګان اوسېدونکي هم د خصوصي رسنيو پر فعاليت خوښ دي.
د دغه ولايت اوسېدونکي وايي چې ډېرې ستونزې يې د يادو رسنيو د خپرونو له لارې حل شوې دي.
دوی وايي: (( د ټولنې پرمختګ په رسنيو کې دی، رسنۍ دلته په روزګان کې د ټولنې د عامه پوهاوي په برخه کې ګټورې ثابتې شوې دي))
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په روزګان کې د شپږو خصوصي راډيوګانو سربېره يو ټلويزون فعال دى.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته