اقتصاد

روزګان ته د مسافروړونکوالوتکوالوتنې بيا پيلېږي

کابل / د وري ١٦مه /باختر
مسوولينو روزګان ته د مسافروړونکو الوتکو د الوتنو د بيا پيلېدو خبرورکړ.
روزګان ته د مسافروړونکو الوتکو الوتنې د ناامنيو د زياتوالي له امله ځنډول شوې وې.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند د ادارې يومسوول باختراژانس ته وويل ټاکل شوې ده د وري د مياشتې له ٢٠ نيټې څخه د کابل – روزګان ترمنځ د مسافروړونکو الوتکوالوتنې بيا پيل شي.
هغه وويل: ټاکل شوې ده له کابل څخه روزګان ته او له روزګان څخه کابل ته د جمعې اوشنبې په ورځو په اوونۍ کې دوه الوتنې ترسره شي.
يوشمېر هوايي شرکتونو روزګان ته د الوتنو د پيل لپاره تيارى څرګند کړى دى.
له روزګان څخه کابل ته او له کابل څخه روزګان ته د هوا له لارې د مسافرو لېږدول خلکوته يوستر برياليتوب شمېرل کېږي.
په همدې حال کې خلک انديښنه لري چې مسافروړونکي شرکتونه د تکټ بيه لوړه کړي.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته