امنیت

روزګان کې د تازه نیولو شوېو سیمو خلکو له امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلام کړ.

ترينکوټ باخترد چنګاښ د میاشتې ۲۴ مه
د روزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند د شمال ختیځ لور ته د شاه منصورو په سیمه کې لسګونه کسان د خپلو امنیتي ځواکونو د ملاتړ په موخه راغونډ شول.
د باختر اژانس د خبر له مخې دغه سیمه چې له تېرو یوولسو میاشتو راهیسې د وسله والو مخالفینو په ولــــکه کې وه، درې ورځې وړاندې افغان امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکه کړه.
د دغې سیمې ګڼ شمېر اوسیدونکو وویل چې د خپلو امنیتي ځواکونو بشپړ ملاتړ کوي او نور به هیڅکله وسله والو مخالفینو ته اجازه ورنکړي چې د دوی سیمې بیا تر خپلې ولکې لانــــــــــدي راولي.
اوسیدونکي وایي چې په دې سیمه کې داستوګنې ګڼ شمیر کورونه، یو شمېر ښوونځي، سړکونه او پلچکونه وران شوي دي چې دولت باید دغه بنسټونه بیا ورغوي.
په ورته وخت کې د روزګان ولايت امنیه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي له دغو خلکو څخه مننه وکړه او د امنیتي ځواکونو د مورال او بریالیتوب لپاره یې د خلکو ملاتړ او همکاري اړینه وبلله.
صدیقي وویل چې د خلکو په همکارۍ او ملاتړ سره به ډیر ژر نورې سیمې هم د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته