امنیت

روزګان کې د ماین په چاودنه کې دوه تنه ټپيان شول

کابل / د زمري ۵ / باختر
په روزګان کې د ماین په چاودنه کې ۲ ملکیان ټپیان شول.
دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د ترینګوټ ښارکرنیزګدام ته څېرمه وشوه.
د را رسېدلوخبرونوله مخې، ماین په یوموټرسایکل کې ځای پرځای شوی و.
د روزګان یوې امنیتي سرچېنې باخترآژانس ته وویل چې په دې چاودنه کې ۲ ملکیان ټپیان شول.
هغه وویل د دښمن موخه د دغې چاودنې د یوټپي باري ترور و.
تراوسه هیچا د دغې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د روزګان په مرکزي روغتون کې ډاکترانو د یوټپي روغتیايي حالت خراب بللی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته