خبرونهامنیت

روزګان کې د پوځيانو او طالبانو جګړه: ٨ يرغلګر ووژل شول

کابل/ د ليندۍ٨مه/ باختر
اته وسله وال طالبان روزګان کې په نويو جګړو کې ووژل شول او ١٠ نورټپيان شول.
دغه جګړه تېره شپه ګېزاب ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د پوځيانو په امنيتي پوستې بريد وکړ.
د ځانګړوعملياتو قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي په دې نښته کې ٨ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٠ نورټپيان شول.
ويل کېږي په وژل شويو کسانو کې ٣ پاکستاني جګړه ماران هم شامل دي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته