سیاستخبرونهټولنه

روسیه به له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي

 کابل/ د ليندۍ٥مه / باختر:

روسیه وايي له افغانانو سره د بشري مرستو دوام  ته ژمن دى.

دغه هېواد په دې وروستیو کې یې له افغانستان سره د36 ټنو خوراکي  او درملو بشري مرستې کړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا خبریالانو ته وویل، هېواد به یې له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

هغې وویل، موږ د افغانستان په وضعیت پوهیږو او د دغه هېواد له خلکو سره به مرستو ته دوام ورکړو.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان له خلکو سره د نړۍ مرستې زیاتې شوې دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته