روغتیا

روغتیاپالان: چا ته اجازه نه ورکوو چې د تخصص پروګرام له منځه یوسي

کابل / د سلواغې ۲۹ مه / باختر
د خوست د ملکي روغتون روغتیاپالانو د يوې اعتراضيه غونډې پرمهال د عامې روغتيا وزارت له هغې پرېکړې سره مخالفت څرګند کړ چې په دغه روغتون کې یې د تخصص پروګرام د له منځه وړلو په اړه کړې.
د عامې روغتيا وزارت وروسته له هغې دا پرېکړه کړې، چې څه موده مخکې ولسمشرۍ ماڼۍ د يوه مکتوب پر اساس له دغه وزارت څخه د کيفيت او کميت په برخه کې د هېواد په کچه د تخصص پروګرام د معياري کولو غوښتنه کړې وه.
د خوست د ملکي روغتون مشر ډاکټر سيدانور دغې اعتراضيه غونډې ته وويل چې دوی لس کاله وړاندې په ډېر ستونزمن حالت کې دغه ولايت ته د تخصص پروګرام را وړ، خو اوس اجازه نه ورکوي چې څوک يې ترې په اسانه بل ځای ته انتقال کړي.
هغه وويل: ټولې هغه اسانتياوې، لوازم او تشکيل چې د تخصص پروګرام لپاره په يو روغتون کې اړتيا ده، دوی يې لري، دوی له عامې ورغتیا وزارت څخه غوښتنه کوي چې دا پروګرام دې پر خپل ځای پاتې شي.
په ورته وخت کې د تخصص پروګرام مسوول ډاکټر ننګيالي ننګيال دغې غونډې ته وويل: د سوېل ختيځ زون په کچه خوست يواځينی ولايت دی چې دا پروګرام په کې موجود دی او د تېرو لسو کلونو په جريان کې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو ډاکټران ورغلي او په مختلفو برخو کې يې تخصص کړی دی.
هغه وايي چې نه يواځې دا چې عامې روغتيا وزارت په نوې پرېکړه کې توازن نه دی مراعت کړی، بلکې له دوی سره يې توپيري چلند هم کړی دی.
په غونډه کې د ډاکټرانو اتحاديې مشر ډاکټر جان محمد وويل چې چا ته اجازه نه ورکوي د تخصص پروګرام منحل او يا يې بل ځای ته ترې انتقال کړي.
د معلوماتو له مخې؛ دا مهال د خوست په ګډون په هېواد کې دېرشو پورې تخصصي مرکزونه موجود دي چې د تازه پرېکړې له مخې دا شمېر اتو ته راښکته شوی چې څلور به يې په کابل او پاتې په ننګرهار، هرات، مزار او قندهار کې وي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته