فرهنګ

روښان موسسې په لغمان کې د بایزید روښان تر سرلیک لاندې علمي- څېړنیز سمینار جوړ کړ

مهترلام/ د سلواغې ۲۲ مه/ باختر
روښان د لوړو زده کړو موسسې په لغمان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د بایزید روښان ترسرلیک لاندې علمي – څېړنیز سمینار او مشاعره جوړ کړل.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ په دې سمینار کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس اورنګ صمیم د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر او د لغمان د والي پیغامونه ولوستل.
د پوهنتون استادانو د پیر روښان پر شخصیت، ژوند، سیاست، غورځنګ، ادبي مکتب، تصوف او عرفان مقالې ولوستلې.
د سمینار په وروستیو کې په فرهنګي چارو کې د ولسمشر سلاکار پوهاند لعل پاچا ازمون او استاد محمد اصف صمیم لنډې خبرې وکړې او د ورته سمینارونو جوړل یې ګټور وبلل.
د یادونې وړ ده چې سمینار د یو پرېکړه لیک په لوستلو چې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې د هېواد په کچه ورته سمینارونه جوړ کړي، د پیر بایزید روښان ټول اثار دې چاپ او خصوصي او دولتي پوهنتونونو په اختیار کې دې ورکړې او دولت دې هڅه وکړي چې علمې او اکاډمیک ځایونه د پیر بایزید روښان په نامه ونوموي،پاى ته ورسېد.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته