امنیتټولنهرپوټونه

زابلیان له اسلامي امارت غواړي چې د نشه يي توکو د پېر پلور مخه ونیسي

کابل / د تلې ۸ مه / باختر

د زابل اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې اوس هم په ځينو کورونو او هټيو کې په آزادانه ډول نشه يي  توکي پلورل کېږي.

دوی وايي چې په ښار، پارکونو او نور ځایونو کې زیات شمېر کسان ،ماشومان او آن ښځې په نشه يي توکو روږدې شوې دي. دوی د افغانستان له اسلامي امارت غواړي چې په دغه ولایت کې د نشه يي توکو د پېر پلور مخه ونیسي.

د مرکز کلات اوسېدونکی عبدالله جان وايي چې په دغه ولایت کې کم عمره ځوانان په نشه يي توکو روږدي دي، هغه له رسنیو غواړي چې د نشه يي توکو پر زیانونو د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي.

د کلات بل اوسېدونکي عزت الله وايي چې کشر ورور یې په نشه يي توکو روږدی دی او په کور کې چې هر څه مخې ته ورشي غلا کوي يې چې ځان ته پرې نشه يي توکي وپېري.

په همدې حال کې د زابل امنيه قوماندان ايوب اخندزاده وايي چې نشه  یو ډېر بد عادت دی چې  نارینه پرې ډېر اخته کېږي.

اخند زاده زیاتوي چې اسلامي امارت د دغه ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د روږدو کسانو لپاره یو روغتون جوړ کړی، هر څوک کولای شي چې مراجعه ورته وکړي او د خپلې کورنۍ د روږدي تن درملنه په کې وکړي.

هغه زیاتوي چې په دغه روغتون کې اوس هم ۳۵ روږدې کسان تر درملنې لاندې دي، اخندزاده د نشه يي توکو له پلورونکو غواړي چې د نشه يي توکو له پېر پلور لاس واخلي. په وینا یې له سرغړونکو سره په قانوني چلند کېږي.

اخند زاده وايي چې په مرکز کلات کې یې د نشه يي توکو د پلور په تړاو د یوې ښځې په ګډون ۹ کسان نیولي دي او د دوی پلټنې لا هم دوام لري.

په ورته وخت کې په زابل کې د روږدو کسانو د روغتون مشر روغتیا پال نور امين وايي چې د نشه يي توکو استعمال پر مادي زیان سربېره د زړه، سرطان، د معدې زخم، د وینې لوړ فشار، د سږو کینسر، دماغي سکتې، د حافظې او جنسي کمزورتیا او نورو ډېرو ناروغیو لامل کېږي.

هغه له خلکو غواړي چې د نشه يي توکو له کارونې ځان وساتي او په ځانګړي ډول د خپلو ماشومانو پر وړاندې نشه يي توکي ونه کاروي، ځکه چې ماشومان له مشرانو تقلید کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې د نشه يي توکو ډېر شمېر پلورونکي او پېرونکي نیول شوي دي، د اسلامي امارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولین وايي چې د دوی عملیات لا هم دوام لري.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته