ټولنه

سره میاشت د پنجشیر زرو بې ځایه شویوکورنیوسره مرسته وکړه

کابل / د وږي ۲۸ / باختر
سره میاشت وايي د پنجشیر په بې ځایه شویوکورنیو د مرستو بهیر پیل شوی دی.
په لومړۍ ګام کې ټاکل شوې ده په کابل او پروان کې په زرو بې ځایه شویو کورنیودغه مرسته ووېشل شي.
په پنجشیرکې وروستیوجګړو په زرګونوکورنۍ له خپلوکورونوڅخه وتلوته اړ ګړ.
زیاتره دغه کورنۍ په کابل او پروان کې ځای پرځای شوې دي چې موقته استوګنې ، خوړواو درملوته اړتیا لري.
د افغاني سرې میاشتې د ټولنې سرپرست مولوي صفت الله قریشي باخترآژانس ته وویل چې د دریو ورځو په بهیرکې ټاکل شوې ده په ۱۰۰۰ کورنیوخوراکي توکي ووېشل شي.
په دغومرستوکې وریجې ، لوبیا ، غوړي ، بسکیټ ، چای، بوره او مالګه شامل دی.
دغه خوراکي توکي له دریو څخه ترشپږومیاشتوپورې په هرې کورنۍ په پام کې نیول شوي دي.
د سرې میاشتې سرپرست ژمنه وکړه چې له پنجشیرڅخه په نورو بې ځایه شویوکورنیو مرستې ته دوام ورکوي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته