اقتصادټولنه

سلګونه کرنیزې پروژې په سرپل کې پلې شوې دي

۳۰- کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
د سرپل د کرنې او اوبولګولو رياست مسوولين وايي چې په روان کال کې په دغه ولايت کې د کرنې سلګونو پروژې تطبيقې شوې دي.
د سرپل د کرنې او اوبولګولو رييس باختر آژانس ته وويل چې په ١٣٩٩مالي کال کې د دغه ولايت په کچه د کرنې په برخه کې له پرمختيايي بودجې څخه د ٢٧٩مليونو٩٦٦ زرو افغانيو په لګښت سلګونه زراعتي پروژې تطبيق شوې دي.
خبرځاى زياته کړه چې د کرنیزو محصولاتو د مديريت پروګرام د پټاټو ٢٢٠زېرمې، ٢٨٠ مميزخونې، د ميوو د ساتنې ٢٠ سړې خونې په سرپل کې جوړې کړې دي او د سبو او ميوو د وچولو ۶۰ دستګاوې هم وېشلې دي.
دغه راز په روان کال کې د غنمو ٢٩٣مټريک ټنه اصلاح شوي تخم هم پر بزګرانو وېشل شوي دي او د غنمو ١٣ نمايشي قطعې، د سويابينو١٤ او د زعفرانو ٣٢ نمايشي قطعې جوړې شوې دي.
ختم – ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته