خبرونهټولنهروغتیا

سل روږدي کسان روغتيايي مرکزونو ته ولېږدول شول

۳۷- کابل / د لیندۍ ۹ مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت د نشه يي توکو د غوښتنې د کمولو رياست د روږدو کسانو د راټولولو په دوام نن ۱۰۰ روږدي کسان له کابل ښار څخه راټول کړل.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د عامې روغتيا وزارت د نشه يي توکو د غوښتنې د کمښت رييس ډاکټر سيدجاوېد بدخش وويل: د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه د روږدو کسانو د راټولولو کمپاين له يوې مياشتې راپدېخوا پيل شوى دى چې تراوسه نږدې ۱۰۰۰ روږدي کسان د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه راټول شوي او روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
له کابل ښار څخه د نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو بهير چې د عامې روغتيا وزارت، د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معينيت او د کار او ټولنيزو چارو د وزارت استازي پکې شامل دي؛ موده وړاندې په کابل ښار کې پيل شو او تراوسه په نشه يي توکو ۱۰۰ تنه روږدي کسان راټول او روغتيايي مرکزونو ته ولېږدول شول.
ډاکټر بدخش وويل: همداوس په هېواد کې ۲.۵ میليونه تنه له نشه يي توکو څخه استفاده کوي.
ختم- ج-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته