ټولنهښوونه او روزنه

سوېډن کمېټې له زده کړو محرومو ۲۰۰ زده کوونکو ته د لوست زمینه برابره کړه

۲۶- کابل / د سلواغې ۱۹مه / باختر
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د سوېډن کمېټې له کلیوالي ښوونځي سره له تعلیمه د پاتې کېدو اندېښنې یې ختمې شوې دي.
د بهسودو ولسوالۍ د قلعه بانک سیمې اوسېدونکي وایي چې له نورو دولتي ښوونځیو څخه لرې دي، خو د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې ورته کلیوالي ښوونځی جوړ کړی چې اوس پکې تر څلورم ټولګي زده کوونکي زده کړې کوي.
د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې د ښوونې او روزنې پروګرام د معلوماتو له مخې، دغه کلیوالي ښوونځی په ۲۰۱۶ کال کې تاسیس شوی چې اوس په کې شاوخوا ۲۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
په دغه ښوونځي کې ۱۱۲ هلکان او ۸۸ نجونې زده کړې کوي چې څلورو نارینه او یوه ښځینه ښوونکې یې د تدريس چارې پر مخ وړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته