خبرونهټولنه

سږکال به د فرضي حج مراسم په سعوديانو او سعودي مېشتو مسلمانانو پورې محدود وي

کابل / د غبرګولي ٢٢مه / باختر

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت نن د فرضي حج په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړه. په دې پرېکړه کې راغلي دي چې سږکال به د فرضي حج مراسم په سعودي عربستان کې په سعوديانو او سعودي مېشتو مسلمانانو پورې محدود وي.

سږکال به د فرضي حج په مراسمو کې یوازې۶۰ زره حاجیان ګډون وکړي.

د دغې پرېکړې اصلي دلیل د کروناویروس پراختيا بلل شوې ده.

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت ټینګار کړی دی؛ هغه مسلمانان چې د فرضي حج په مراسمو کې ګډون کوي، باید اوږدمهاله ناروغي ونه لري او په سعودي عربستان کې د نافذو مقرراتو او میکانیزمونو مطابق واکسین شوي وي.

د یادونې وړ ده؛ هغه کسان چې تر دې وړاندې د حج فريضه نه وي ادا کړې، په لومړیتوب کې دي.

پای/وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته