امنیت

شل تنه وسله وال کسان د سولي له بهير سره يوځاى شول .

کابل باختر دمرغومي   شپږ ويشتمه

 شل  تنه وسله وال مخالفين نن په غزني ولايت کې دسولي له بهير سره  يوځاى  شول .

 دغزني والي موسي خان اکبر زاده دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه کسان دخادم په مشرۍ په ده يک ولسوالۍ کې له دولت سره  په مخالفت کې و  اوله خپلو هغو وسلو سره چې اووه ماشينګڼي ، يو توغندي  ويشتونکي ، دولس کلاشينکوفونه ، دوه مخابري اويوه تومانچه  پکې شته  دسولي له بهير سره يوځاى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته