Uncategorized

شل طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل / د سلواغې ۱۳ مه / باختر
شل وسله وال طالبان په روزګان کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
د رارسېدولو خبرونو له مخې؛ وسله والو طالبانو د خاص روزګان، دهراوود ولسوالیو او د ترینګوټ ښار په ځینو برخو کې د پوځيانو پر پوستو د بریدونو لپاره راټول شوي وو چې د هوايي او ځمکني بریدونه پرې وشول.
پوځيانو په ننګرهار کې په دغو وروستیو کې د طالبانو پر سنګرونو خپلو بریدونو ته زور ور کړی دی.
د یو بل خبرله مخې:
پوځيانو په ننګرهار کې د ۱۳ ماینونو په کشف او شنډولو سره د یولړ چاودنو مخه ونیوله.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته