امنیت

شل طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل / د کب ۹ مه / باختر
شل وسله وال طالبان په زابل کې په نويو نښتو کې ووژل شول.
دغه نښتې تېره شپه په شاه جوی او ارغنداب ولسواليو کې وشوې.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وويل چې په دغو نښتوکې د څلورو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه وويل چې پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو د بريدونو په وخت کې، له هوا او ځمکې پرې بريدونه وشول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
پوځيانو د زابل له ګڼ مېشتو لارو څخه د ۱۵ ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماین ښخونو په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته