امنیت

شل طالبان په فارياب کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۲۷مه / باختر
شل وسله وال طالبان تېره شپه په فارياب کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې چې د هوايي او توپچي قواوو په ملاتړ د فارياب د پښتون کوټ ولسوالۍ په سبز ساحه کې ترسره شول، ووژل شول.
هغه زياته کړه چې د دغو عملياتو په بهير کې ١۵ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د دښمن څلور قرارګاوې او پټنځي له منځه يوړل شول.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته