امنیت

شل طالبان په هلمند کې ووژل شول

١٣- کابل / دمرغومي ٢٦مه /باختر
شل وسله وال طالبان په هلمند کې له افغان ځواکونو سره په جګړو کې ووژل شول او ٦ نورټپيان شول.
دغه جګړې تېره شپه د نادعلي ، سنګين، ناوې او د نهرسراج په ولسواليوکې رامنحته شوې.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه جګړې د افغان ځواکونو پر پوستو او د سپرلۍ پرکاروان د طالبانو له بريدونو وروسته رامنځته شوي دي.
دغه قول اردو تاييد کړچې په دغو جګړو کې ٢٠ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نور ټپيان شول.
طالبانوتراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي
د يوبل خبرله مخې؛ افغان ځواکونو د هلمند له ګڼ مېشتو لارو څخه د ١٦ ماينونوپه کشف اوشنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله. د دغو ماينونو د ښخولوپه تور څوک نه دي نيول شوي .
ختم_ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته