امنیت

شل يرغلګر په هلمند کې ووژل شول

– کابل / د کب ٨ مه / باختر
په هلمند کې د افغان ځواکونو پرڅو پوستو د بريدونو لپاره د وسله والو طالبانو طرحه ناکامه شوه.
افغان هوايي ځواکونو پر ٢٠ يرغلګرو چې غوښتل يې ياد بريدونه ترسره کړي، هدف ته له رسېدو مخکې په ناوې او نادعلي ولسواليو او لښکرګاه ښار ته څېرمه بريدونه وکړل.
په وژل شويو طالبانو کې ٦ پاکستاني جګړه ماران هم شامل دي.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په بريدونو کې په وسله والو طالبانو پورې تړلي٢٠ يرغلګر ووژل شول.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دغه يرغلګر هدف ته له رسېدو مخکې د افغان ځواکونو تر بريدونو لاندې ورغلل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
افغان ځواکونو په هلمند کې د ٣٠ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماين ښخونو په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
ختم –ج -ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته