خبرونهامنیت

شپارلس طالبان په زابل کې ووژل شول

قلات / د مرغومي / ۲۰/ باختر
د طالبانو د ډلې شپارلس غړي په زابل کې له پوځیانو سره په نښتو کې ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.
دغه نښتې له تېرې شپې څخه تر نن سهارپورې د شاه جوی او ارغنداب ولسوالیو او د دغه ولایت په لویه لاره کې پر پوستو د طالبانو له بریدونو وروسته وشوې .
د هېواد په جنوب کې یو پوځي جګپوړي مقام د باختر اژانس خبریال ته وویل چې په دغو نښتو کې شپارلس وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.
د دغو نښتو په پای کې یوه اندازه جنګي وسایل د پوځیانو لاس ته ورغي دي. طالبانوتراوسه څه نه دي ویلي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته